کابل / باختر/ د کب دمیاشتې ۱۹مه
دوه تنه وګړني پوليسان تېره شپه د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا شهيدان شول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال ذاکرعرفانيار د خبر له مخې ؛ دوه تنه وګړني پوليسان د نجراب ولسوالۍ د فيروزايي په سيمه کې د ناپېژاندو وسله والوکسانو له خوا په مرموز ډول شهيدان شوي او د دوى وسلې هم د بريدګرو له خوا وړل شوي دي.
پاى م ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ