ورزش

حامدکرزي د المان دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل .

کابل باختر  د ثور پنځمه :
دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي پرون دالمان دبهرنيو چارو له وزير فرانک والترشتاين ماير سره وکتل .
دپخواني  جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې چې دالمان دبهرنيو چارو دوزير په غوښتنه وشوه دواړو لورو دافغانستان  سيمې او نړۍ دحالاتو په باب خبرې وکړې .
حامدکرزي په تيرو ديارلسو کلونو کې له افغانستان سره دالمان دمرستو له امله دمننې په ترڅ کې دافغانستان له خلکو او حکومت سره يې ددغه هيواد دلازياتو مرستو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته