امنیت

د طالبانو يو قوماندان ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول

کابل-باختر- دچنګاښ دمياشتې ٢٣
په ميدان وردګو ولايت کې تېره د يو لړ پوځي عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې چې د چک او د سيد آباد د ولسواليو او د ميدان ښار په ځينو سيموکې ترسره شول؛ د دغې ډلې يو بل قوماندان ونيول شو.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې پوځيانو د وسله والو طالبانو څو پټنځايونه له منځه وړي او د دغې ډلې په لسګونو درندې او سپکې وسلې يې ترلاسه کړې دي .
د ميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغو عملياتو په بهيرکې د طالبانو يو قوماندان ووژل او يو نن بل ټپي شوى دى او يو تن نيول شوى دى.
هوايي ځواکونو په دغو عملياتوکې د برخه والو پوځيانو ملاتړکاوه.
تراوسه پورې په دغو عملياتوکې دپوځيانو او دملکي وګړو د سر د احتمالي زيان شمېر روښانه نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته