روغتیا

جنوبي کوریا ٨ سوه زره ډالرد عامې روغتیا له وزارت سره مرسته وکړه

کابل د وږي ۲۹ باختر د عامې روغتیا وزارت ته د جنوبي کوریا د هېواد د روغتیايي توکي نن د حامدکرزي هوايي ډګرته ورسېدل . د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، په دغه مرسته کې د اته سوه زرو امریکايي دالرو په لګښت ۴۸ کیتونه شامل دي. دغه توکي په کابل کې مېشت د جنوبي کوریا د سفیر مرستیال د اړوندو ادارواو رسنیود استازو په شتون د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شول. باید وویل شي چې مخکې هم جنوبي کوریا شپږ امبلانسونه د هېواد عامې روغتیا له وزارت سره مرسته کړې وه چې له هغوى څخه د غور او دایکنډي د عامې روغتیا ریاستونود روغتیايي خدمتونولپاره کاراخلي . ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته