امنیت

په ننګرهار کې د داعشيانو دسردروند زيان

کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
دننګرهار ولايت  دداعشيانو پرسنګرونو دځمکنيو او هوايي  بريدونو ډګر و .
  دغه بريدونه په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  دداعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي .
لومړى بريد تيره شپه په ر وداتو ولسوالۍ کې  دداعشيانو په پټنځي ترسره شوى دى .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدونو کې پنځلس تنه داعشيان ووژل شول .او دهغوى  څو پټنځي او دجنګي وسايلو ډيپوګانې  هم له منځه وړل شوې دي .
  ديوبل خبرله مخې ، ديارلس تنه داعشيان دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې  دهوايي بريدونو په بهير کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو پرون ناوخته کله چې په اچين ولسوالۍ کې  ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و ، بريد وشو .
  دننګرهار دوالي وياند وايي په دې هوايي بريدونوکې ديارلس تنه داعشيان ووژل شول .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې دهوايي بريد په بهير کې اته تنه داعشيان ووژل شول .
په دغو داعشيانو کله چې په تروريستي فعاليتونوبوخت و هوايي بريد وشو .
ويل کيږي  په دغو بريدونوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته دسرزيان نه دى اوښتى  له بله پلوه ويل کيږي چې پوځيانو  په ننګرهار ولايت کې دجلا جلا عملياتوپه بهير کې  د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو دشپږو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې داچين ، کوټ  ، خوږيانيو او د دربابا دولسواليو په مربوطاتو کې  ساتل کيدې . چې تيره شپه کشف او ترلاسه شوې .
  دننګرهار يو پوځي مقام وايي له دغو ډيپوګانو څخه په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته