ښوونه او روزنه

په بغلان کې څه د پاسه ٢٠٠ ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر د ليندۍ اوولسمه :
په بغلان ولايت کې ٢٣٢ ښوونځيو ته د اقرا له پروګرام څخه په استفادې سره  ودانۍ جوړيږي .
  د بغلان ولايت د ولسي تړون د پروګرام مسوول محمد آقا لطيفي دباختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې د ولسي تړون دپروګرام په چوکاټ کې د نورو پرمختيايي او بنسټيزو پروژو په تطبيق برسيره په پام کې ده چې ٢٣٢ نورو ښوونځيو ته د اقرا له پروګرام څخه په استفادې سره چې نوى د ولسي تړون په چوکاټ کې جوړ شوى دى، د بغلان ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې  ودانۍ جوړې شي .
لطيفي وويل چې په بغلان ولايت کې د ولسي تړون د پروګرام له پيل څخه د ګذرګاه نور، پل حصار او د مرکزي بغلان په ولسواليو او پلخمري ښارکې ٤٣٠ شوراګانې جوړې شوې دي چې له دې جملې څخه په ٣٧٤ شوراګانې دغړو انتخابات بشپړ شوي او دغو شوراګانو په کار پيل کړى دى چې د نورو شوراګانو د غړو د انتخاباتو په بشپړيدو سره د ٢٦٣ پروژو د جوړولو کار په راتلوونکو درېيو مياشتوکې به د څه دپاسه يو ملياردو ١٠٦ ميليونو افغانيو په لګښت په دغو ولسواليوکې بشپړې شي .
ده زياته کړه: همدا اوس د ولسي تړون د پروګرام په چوکاټ کې د برښنا د تمديدولو د څلورو پروژو کار د کاسا – ١٠٠٠ پروژې په استفادې سره له پروژو څخه د پروژې د ساتنې او دغه راز د اقرا پروګرام شامل دى .
ده زياته کړه چې د اقرا پروژې په چوکاټ کې د بغلان ولايت په څوارلسو اداري واحدونو او پلخمري ښارکې دوه سوه دوه ديرشو ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي. ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته