سیاست

د ولايتونو د يوولسو معاونيتونو او دسلو ولسواليو رقابتي آزماينه نن واخيستل شوه

کابل –باختر دتلې ١٥
د ولايتونو ديوولسو معاونيتونو او دسلو ولسواليو رقابتي آزماينه نن په کابل کې واخيستل شوه.
په دې آزماينه کې شپږسوه پنځه پنځوسو تنو ګډون کړي وو.
دباختر آژانس دخبر له مخې: د ولايتونو ديوولسو معاونيتونو او دسلو ولسواليو لپاره رقابتي آزماينه نن په کابل دملکي خدمتونو په انستيتوت کې واخيستل شو.
په دې آزماينه اووشپيتو تنو د ولايتونو ديوولسو معاونيتونو او پنځه سوه اته ويشتو تنو نورو دسلو ولسواليو لپاره سيالۍ وکړه.
دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې لوى رييس عبدالخالق فراهي په هغو مراسمو چې له همدې امله پرځاى شوى و؛ وويل: د ولايتونو مرستيالانو او د ولسوالانو ټاکنه د آزادى سيالۍ دبهير له لارې کولى شي دملکي خدمتونو په وړاندې کولو او دخلکو په وړاندې دځواب ورکوونکې سيمه ييزې حکومتوالې کچه لوړه کړي. دفراهي دڅرګندونوله مخې: د آزادى سيالۍ له لارې د ولايتونو دمرستيالانو او د ولسوالانو ټاکنه  د دې زمينه برابر وي دغوره سالارې اصل په عمل کې پلې شي.
تراوسه پورې دهيواد په مرکز او ولايتونو کې له شبږ زره اته سوه دوولسو بستونو له جملې څخه پنځه زره پنځه سوه څلور پنځوس بستونه بشپړ شوي دي چې د ولايتونو دمعاونيت اوولس بستونه او د ولسواليو يوولسو نهه ويشت بستونه هم پکې شامل دي.
د اداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو دخپلواک کميسون د رييس ډاکتر احمد مشاهد دڅرګندونو له مخې: آزاده سيالۍ په فرد پورې منحصره ده او هغه کسان کولى شي په دغه شان سياليوکې ګډون وکړي چې دخدمت توان او اړتيا ولري.
ده د ولايتونو دمعاونيتونو او د ولسواليو دپوستونو دترلاسه کولو په موخه  سيالۍ کې ګډون دښې حکومتوالي د زمينې د برابرولو لپاره يو بل ګام وباله او د اصلاحاتو خپلواک کميسون هلې ځلې کوي چې ديوې ښې ادارې دجوړولو لپاره زمينه برابره کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته