اقتصاد

دتورغنډي بندر د فعاليتونو او دسوداګرو دستونزو دڅيړنې پيل

کابلباختردميزان ٧
دسوداګرۍ اوصنايعو د وزارت دپلټنې هيئت د تورغندۍ بندر دفعاليتونو دڅرنګوالي او د سوداګرو دستونزو دڅيړنې لپاره د هرات ولايت ته ورسيد.
دغه هيت په پام کې لري چې په هرات ولايت کې دخپلې استوګنې په موده کې دسودا ګرۍ وزارت د دويمو واحدونو فعاليتونه او اجراات وڅيړي .
دهرات والي سيد فضل الله وحيدي دهيئت د کاردپرمخبيولو په خاطر دسيمه ييزو واحدونو دبشپړي همکاري همکاري اعلام وکړ
دهرات والي دپلټنې دهيتونوفعاليت يې دشفافيت په رامنځته کولو کې مهم وبلل او ټينګاريې وکړ چې په ښې حکومتوالۍ کې دواحدونوداجرااتو پلټنه اوڅيړنه ښه رول لري .
دسوداګرۍ وزارت دپلټنې ددويمې ډلې عمومي امراودهيت رييس نوراقا نورزي وويل په لومړي ګام کې دتورغنډي بندر دواحدونو اجراات او دملي سودا ګرو ستونزې څيړل کيږي .
دا په داسې حال کې ده چې په تورغنډي  بندرکې د اداري فساد دشتون او دغه راز په هرات کې دسوداګرو دستونزو په باب  رپوټونه  شته .
دسوداګرۍ اوصنايعو د وزارت دپلټنې هيت به څو ورځي په هرات ولايت کې پاتې شي او په هرات کې د دغه وزارت د دويمو واحدونو د کارونو  په څيړنې برسيره د ملي سوداګرو ستونزې هم  وڅيړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته