سیاست

محمد يونس قانوني دافغانستان دملي دموکراتيک انستيتوت له رييسې ميرمن انسز ورفر سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن له غرمې وروسته دافغانستان دملي دموکراتيک انستيتوت رييسې  ميرمن انسزورفر سره دخپل کار په دفتر کې وکتل او له هغې سره يې په افغانستان کې دجمهوري رياست دلومړي پړاو او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دبهير او دجمهوري رياست ددويم پړاو دانتخاباتو دترسره کولو په باب خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په دې کتنه کې په کابل کې دسرينا هوټل په پيښه کې ددغه انستيتوت ديوه غړى دوژل کيدو له امله د ډاډ ګيرنې دمراتبو دڅرګندولو په ترڅ کې دملي او نړيوالو بنسټونو پاملرنه په افغانستان کې  دانتخاباتو دبهير کتنې او څارنې نه واړوله او له هغوى  څخه يې وغوښتل  چې په خپلې څارنې  سره ددغو انتخاباتو زيات شفافيت تضمين کړي .
  محمد يونس قانوني په هيواد کې دجمهوري رياست دانتخاباتو ددويم پړاو دترسره کولو لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت دامنيتي بنسټونو تياري ته اشاره وکړه او زياته يې کړه که چيرې په انتخاباتو کې دشفافيت بهير مطلوب وي  د انتخاباتو نتيجه دافغانستان راتلوونکي  حکومت ته زيات مشروعيت ورکوي .
په دې کتنه کې دافغانستان دملي دموکراتيک  انستيتوت رييسې ميرمن انسزورفر دانتخاباتو دمرکزونو دکتوونکو  دروزنې په لاره کې  دخپل اړونده مرکز دهمکاريو يادونه وکړه او څرګنده يې کړه چې دافغانستان  ملي  دموکراتيک انستيتوت تراوسه پورې دوه زره دوه سوه تنه کتوونکي په ښه توګه  په افغانستان کې  دانتخاباتو د بهير دکتنې اوڅارنې  لپاره روزلي دي .
ده دغه راز يادونه وکړه چې زموږ اته شپيته  تنه کتوونکي به دنظارتي  ماموريت لپاره دهيواد شپږ ويشتو ولايتونو ته واستول شي .
  ميرمن انسزورفر زياته کړه چې زموږ ټيمونه دغه راز په  نږدې راتلوونکي کې ددواړو نوماندانانو داته شپيتو تنو کتوونکو مسوولينو دروزنې بهير پيلوي چې وکولي شي دانتخاباتو دبهير  دڅارنې په برخه کې په سمه توګه کار وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته