امنیت

دغور ولايت دشينوارى ولسوالۍ په امنيتي پوستو د طالبآنو بريدونه ناکام شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٣
دغور ولايت دتيورى ولسوالۍ په ځينو امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه ناکام شوي دي.
په لسګونو تنو يرغلګرو تيره شپه بريدونه وکړل چې دپوځيانو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه دشپې تر نيمايي پورې دوام وکړ .
دغور ولايت د امنيتي قوماندانۍ يو مقام باختر آژانس ته وويل په دې جګړه کې طالبانو ته د سرزيان اوښتى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى.
ده وويل طالبان دسر دزيان له زغملو وروسته وتښتيدل او اوس په سيمه کې حالات عادي دي.
ديوبل خبرله مخې درې تنه وسله وال طالبان دغور ولايت په ځينو سيمو د دوو جګړو په بهير کې ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول دغه جګړې تيره شپه او نن سهار ونښتې دغور پوليس وايي په دغو جګړو کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى ويل کيږي ددغې جګړې په بهير کې دوسله والو طالبانو څو جنګي وسايل هم دپوځيانو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته