امنیت

په پکتیکا کې د ملي امنیت سرتیري وستایل شول

ښرنه باختر د مرغومې ۲۵ مه
د پکتیکا ولایت د ملي امنیت ریاست سرتیري د دغه ولایت د مشرانو، ځوانانو او ښځو له لوري  وستایل شول.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت په خپله پيلیزه وینا کې وویل:سرتیري دي چې خپل سر ورکوي خو ولسونو ته د ارام ژوند زمینه برابره وي.
وحدت د پکتیکا مخور مشران هم وستایل او زیاته یې کړه چې د ولسونو کلک ملاتړ د دې لامل شوی دی چې، امنیتي ځواکونه د دښمن ټولې هدفونه مخکې له مخکې شنډ کړي.
هغه د ملي امنیت ریاست  له سرتیرو څخه مننه وکړه چې دوی د نورو د سرونو د ژغورنې لپاره تل خپل سرونه قربانوي.
په همدې حال کې قومي مشر ملک ظاهر د ملي امنیت رهبري وستایله او هغه یې بریالۍ رهبري یاده کړه.
ظاهر وویل: څو ورځې وړاندې د دغه ریاست له لوري د یوه خونړي برید مخه ونیول شوه چې د وطن د دښمنانو له خوا یو تن ځان وژونکی غوښتل چې په سلګونه کورنۍ د د غم په ټغر کښېنوي ، خو د ملي امنیت له لوري لمړی ټپي اوبیا ژوندی ونیول شو.
د ملي امنیت مرستيال د پکتیکا له شملورو او غیرتي ولسونو څخه مننه وکړه چې، د دوی کړنې یې وستايلې او د دوی سرتیري یې د ګلونو په ډالیو ونازول.
هغه وویل:هیڅ کله به د وطن دښمنانو ته اجازه ورنکړي چې هېوادوال د غم په ټغر کښېنوي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته