ټولنه

د انساني سرچینو د سم مدیریت په موخه، د ملکي خدمتونو ټول کارکوونکي بایو متریک کېږي

کابل باختر دسلواغې اته ويشتمه :
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په پام کې لري، په راتلونکي یو کال کې، د انساني سرچینو د مدیریت (HRMIS) په یوه جامع، مدرن او پياوړي سیستم کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو ټول بنسټیز اطلاعات ثبت کړي.
د انساني سرچینو په اطلاعاتي سیستم کې د معلوماتو د ثبت اجرايي پړاو، نن په رسمي ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د مشر، احمد نادر نادري او د کمېسیون د کمېشنرانو د معلوماتو په ثبتولو سره پیل شو.
په یوه مرکزي ډیټابیس کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کره او دقیقو معلوماتو ثبت، په ملکي خدمتونو کې په سمه توګه د انساني سرچینو د پروګرام لپاره، د کارکوونکو د ګومارنې د اټکل او کارموندلو په برخه کې مرسته کوي، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ذاتي چارو پروسه او دغه راز، د کارکوونکو اړوند انضباطي او تشویقي کړنې د یوې جامع او بشپړې طرحې په چوکاټ کې راولي او دانساني سرچینو د پراختیا او بدلون زمینه برابروي.
د انساني سرچینو اطلاعاتي سیسستم داسې طرح شوی چې د کارکوونکو د هویت د مشخصاتو په  خواکې، (نوم، تخلص، د پلار نوم، د نیکه نوم، د تذکرې شمېره، جنسیت، نیټه، د زوکړې نیټه، د زوکړې ځای، اصلي او اوسني استوګنځی) په دولتي اداره کې د کارکوونکي د لومړنۍ ټاکنې نیټه، بریښنالیک، د کارکوونکي د اړیکې شمېره، د تحصیل درجه  د زده کړو څانګې په اړه معلومات، همدا شان، د دندې په اړه معلومات (د دندې عنوان، د دندې موقعیت، د دندې موقف، د ټاکنې او تنخوا څرنګوالی) هم پکې را نغاړل کیږي. د کارکوونکي له هویتي مشخصاتو پرته، چې تل ثابت پاتې کېږي. نور معلومات کېدای شي چې د اړتیا په صورت کې نوي شي. د کارکوونکو د بایو متریک په معلوماتوکې د ګوتو نښې، د سترګو عنبیه او څېره شامل دي.
د شمېرو له مخې، د مګړۍ افغانستان د ملکي خدمتونو نږدې ۴۲۴ زره تنه کارکوونکي لري. د انساني سرچینو د مدیریت په اطلاعاتي سیستم کې د کار کوونکو د معلوماتو ثبت، په ملکي خدمتونو کې د کار کوونکو او دندو په اړه کره شمېره مشخص کوي او « خیالي کارکوونکو» مخنیوي کوي. د کارکوونکو د تنخواګانو د اجرا لپاره، د کارکوونکي نوم، تخلص، د پلار نوم، او له بانکي کارت سره متناسب د کارکوونکي د بانکي حساب شمېره ثبتېږي او د مالیې وزارت د تنخوا ګانو له سیستم سره نښلول کېږي. د انساني سرچینو د مدیریت اطلاعاتي سیستم، منظم، معتبره او د باور وړ سیستم  ځای خپلوي. د دغه سیستم له مخې، یوازې مستحق کارکوونکي د تنخوا اخیستو وړ بلل کېږي او د ملکي خدمتونو کارکوونکي نشي کولی په یوه وخت کې له دوه ځایونو تنخوا واخلي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر، احمد نادر نادري وویل:« په هېواد کې په سمه توګه د بشري او انساني سرچینو د مدیریت د پلان لپاره، اړتیاوه څو موږ د ننۍ ټکنالوژۍ، جامع او اغېزمنو سیستمونو په کارونې سره، وکړای شو د هېواد اقتصادي او ټولنیز بهیر پراخ کړو او له دې لارې وکړای شو د افغانستان په بېلابېلو معلوماتي برخو کې د پایښت زمینه برابره کړو.»
دا نساني سرچینو د اطلاعاتو د نوي سیستم له مخې، د ملکي خدمتونو کارکوونکي چې د اطلاعاتو د ثبت په دودیز سیستم کې له ستونزوسره مخامخ وو، له دې وروسته به مخ نشي. د کارکوونکو د معلوماتو سوانح په یوه ثابت او ډاډمن سیستم کې ثبتېږي او د ملکي خدمتونو د کار کوونکو په واک کې ورکول کېږي. کارکوونکي به د تقاعد، تبدیلۍ او تنخواګانو داخیستو پرمهال له ستونزوسره مخامخ نشي.
ښاغلي نادري زیاته کړه:«د انساني سرچینو د مدیریت سیستم جوړول، دافغانستان د ادارې لپاره د پام وړ پرمختګ دی. دافغانستان ملکي او دولتي ادارې د دې وړتیا لري چې د نړۍ په نورو برخو کې له پرمختللو سیستمونو سره سم، حرکت وکړي. چې دا د  افغانستان د ادارې د پراختیا په برخه کې د پام وړ ټکی دی.»
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون کې د اطلاعاتو د راټولولو او ثبتولو له بهیروروسته، دغه بهیر د پوهنې په وزارت کې هم عملي کېږي او وروسته نورو اداروته هم رسېږي. دغه سیستم د مخابراتو وزارت، مرکزي احصایې په مرسته، د کورنیو متخصصینوله خوا طرحه شوی او په عملي کولو کې یې چټکتیا او دقت په پام کې نیول کېږي.  فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته