امنیت

دپکتيکا ولايت دبرملې په ولسوالۍ دتروريستي بريد طراحان ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
يوه نهه کسيزه ډله تروريستان چې پرون يې دپکتيکا ولايت دبرملې په ولسوالۍ کې دتروريستي بريدونو دترسره کولو نيت درلود هدف ته له رسيدو مخکې دامنيتي ځواکونو له خوا وپيژندل شول او ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :دغو کسانو په چاوديدونکو توکو بار يو موټر په ځانمرګو واسکټونو سمبال او په مهماتو او څو کلاشينکوفونو سره غوښتل دپکتيکا ولايت دبرملې ولسوالۍ د روت سنګرتي په مربوطاتو کې تروريستي بريدونه ترسره کړي چې هدف ته له رسيدو مخکې دملي اردو دځواکونو دځانګړو عملياتو له امله ووژل شول په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته