خبرونهټولنه

نورستان کې د ترافيکي پيښې له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د وري ۱۳مه، باختر

د نورستان د امنيې قومندانۍ مسوولینو د دغه ولایت په دوآب ولسوالۍ کې د ترافيکي پيښې له کبله ۸ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی.

مسوولینو د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت د دآوب ولسوالۍ په چټکچو سیمه کې د یو ډاټسن موټر د چپه کېدو په پښه کې شپږ تنه زخمیان او دوه ماشومان مړه شوي.

د یادونې وړ ده، چې په نورستان کې ډيری پيښې د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کيږي، چې له مرګ ژوبلې خالي نه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته