کابل / د لړم / ۲۳ / باختر
د جوزجان په مرکزشبرغان ښارکې څه نا څه ۳۵۰ کورنیو له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د جوزجان د برېښنا شرکت سرپرست عبدالجلیل راسخ وايي چې د جوزجان د مرکزشبرغان ښارپه نسیم آباد کلي کې د خلکوپه لس سلنه وندې سره د ۳ میلیونه۴۰۰ زره افغانیوپه لګښت د ۴۰۰ کیلوولت امپیرد یو ترانسفارمر په درولوسره دغو کورنیو له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د شبرغان ښاریوشمېراوسېدونکي په دغه ولایت کې د برېښنا د پروژو تطبیقول د پرمختک لپاره یوه هیله بولي او د دغه شان پروژو پرتطبیقولو ټينګارکوي.
ع
6 د یوې دقیقې څخه لږ