اقتصاد

په خوست کې د اوبو د زېرمه کولو دوه بندونه جوړ شول

کابل / د وري ۵ مه / باختر
د اوبو د تنظیم ملي ادارې د خوست د مندوزیو په مټه چنیه او د ځاځي میدان ولسوالۍ د زمري کمر سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو دوه بندونه (چکډیمونه) جوړ کړل.
د خوست والي جنرال مومند کټوازي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې یاد چکډیمونه د اوبو د تنظیم ملي ادارې د ۲۵ میلیونو افغانیو په لګښت رغولي دي چې په یوه وخت کې د ۱۵۰ زره مکعب متره اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته