سیاست

تبصـــره:

کابل   باختر د وږي دمياشتې ١٢
نن  دګاونډي هيواد ازبکستان جمهوريت دملي ورځې له کاليزې سره برابره ده .
د ازبکستان خلکو په دغه شان تاريخي ورځ خپل سياسي استقلال ترلاسه کړ او دملي خود اراديت په لور يې ګام  واخست .
دباختر آژانس مبصر ليکي :
دوه ويشت کاله مخکې د ازبکستان خلکو په يوه  ملي اراده کې چې له  لوړې مفکورې او يوالي څخه يې سرچينه اخسته  له پخوانۍ  شوروي څخه خپله آزادي اعلام کړه  او دنړۍ د هيوادونو ترمنځ يې دهيواد دسياسي جغرافيايي مقام تثبيت کړ او د سوکالۍ او هوساينې په لور يې ګام واخست.
دافغانستان خلک په  پياوړو او بنسټيزو جغرافيايي، ژبنيو،ديني  او ټولنيزو مشترکاتو سره چې د ازبکستان له خلکو سره يې لري په  دغه شان خوشحالۍ او وياړکې دازبکستان له خلکو سره ځان شريک بولي او هيله لري چې  ددغه هيواد خلک زيات پرمختګونه او برياليتوبونه ترلاسه کړي .
ازبکستان، هغه هيواد چې دمنځنۍ آسيا له هيوادونو سره ګډې پولې لري  په داسې موقعيت کې دى  چې کولاى شي  د دغو هيوادونو د پيوستون کړۍ شي چې ددغه شان موقعيت لرل کيداى شي  ازبکستان په منځنۍ آسيا کې داقتصادي ، ټولنيزو  او سياسي اړيکو په ټينګښت کې داغيزمن هيواد په توګه  تبارز کړي .
دهيوادونو ترمنځ اړيکې له سيمه ييزو اړيکو څخه پيليږي .
سوله ، صفا، خوځښت ، تجارتي ، ترانزيتي او سيمه ييزې همکارۍ کيداى شي ددغه شان اړيکو همکاريو د پياوړتيا سبب وي.
نن ورځ په سيمه کې داسې زيات فرصتونه شتون لري چې کولاى شي دغه  شان اړيکې لا زياتې ټينګې کړي.
که چيرې دافغانستان او ازبکستان ترمنځ اړيکو ته نظر واچول شي زياتې ګډې وياړينې شته چې د دغو دواړو هيوادونو خلک يو موټي کوي.
نن ورځ د فارسي ، درى هدف زيات شمير عارفان او اديبان د ازبکستان په تاريخى ښارونو کې ښخ  دي .
افغانانو دسمرقند اوازبکستان نورو  ښارونو ته دعلمي، فرهنګي او ديني مرکزونو  په توګه کتلي دي او ګټه يې ورڅخه اخستې ده .
افغانستان دمنځنۍ آسيا او ازبکستان په  لور دآسيا د جنوب دتګلورې هيواد ، دمنځنۍ آسيا دهيوادونو د پيوستون هيواد په توګه کولاى شي دخپلو سياسي، فرهنګي،  اقتصادي او ټولنيزو اړيکو په ژورتيا سره دسيمې د ملتونو په نږدې کولو کې په اغيزمنه توګه عمل وکړي او له خپل جيو پولتيک موقعيت څخه داقتصادي سوکالۍ او دامنيتي ثبات لپاره ګټه واخلي.
دنړۍ په کچه سيمه ييزې همکارۍ او همغږۍ ځانګړى  دريځ غوره کړى دى خو له بده مرغه داسې عوامل شتون لري چې دافغانستان او ازبکستان په ګډون دسيمې هيوادونه  ونه کړاى شي له دغو فرصتونوڅخه په مطلوب ډول استفاده وکړي سره له  دي چې داړيکو د ودې لپاره فرصتونه  شته ، دواړو هيوادونه له ګډ ګواښ سره هم مخامخ دي .
د تروريزم ترسيوري لاندې مذهبي بنسټپالنه دواړه هيوادونه ګواښوي او دغه ګواښ د دواړو هيوادونو په وړاندې له واحدې سرچينې څخه کيږي چې دوام يې کيداى شي  ناوړې پايلې ولري.
په داسې حال کې چې سيمه ييزه همغږۍ او داقتصادي ظرفيتونو وده او ديو واحد دريځ غوره کول کولاى شي دغه ستونزې کمې کړي او په پاى کې سيمه دظرفيت جوړولو او ثبات په لو رهبري کړي . دافغانستان خلک په هغو ديني او ژبنيو پيوندونو سره چې د ازبکستان له خلکو سره يې لري د دغه هيواد په نسبت داړيکو په لازيات ټينګښت او پراختيا باندې باور  لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته