سیاست

قزاقستان د امنیت او سولې په برخه کې د افغانستان د پالیسو ملاتړ کوي

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، چې د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ د قزاقستان پلازمینې آستانه ته رسیدلی په دغه هېواد کې یې له لوړ رتبه امنیتي چارواکو سره د سولې، امنیت او اقتصادي پرمختګونو په موخه مذاکرات پیل کړل.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او ورسره پلاوي ته، د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي مرستیال او د ملي امنیت د شورا سکرتر زوماکانوف ولادیمیر زینولوویچ تود هرکلی و وایه.
د قزاقستان د ملي امنیت د شورا سکرتر په افغانستان د وروستیو تروریستي بریدونو له امله د ملي امنیت سلاکار ته د خواشینۍ مراتب وړاندې کړل او ترهګریز بریدونو یې نه یوازې د افغانستان بلکې د افغانستان د ملګرو هېوادنو پر وړاندې بریدونه وبلل. ده وویل، چې افغانستان د قزاقستان په بهرنۍ پالیسۍ کې د پام وړ ځای لري او په افغانستان کې یې سوله او ثبات د سیمې د پرمختګ له پاره جدي اړتیا و بلله. ښاغلي زوماکانوف په سیمه کې د مخدره مواد قاچاق، سازمان شوي جرمونه او مذهبي بنسټ پالنه د ترهګرۍ د ودې او دوام اصلي عنصر وبلل.
ښاغلي زوماکانوف له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د سیمه ییزې اجماع په رامنځته کیدو ټینګار وکړ او د سیمه ییزو ستونزو پر وړاندې یې مشترکې حل لارې مناسبې و بللې.
قزاقستان چې تازه یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې غیر دایمي غړیتوب تر لاسه کړی له افغان پلاوي سره ژمنه وکړه، چې د دې شورا په ناستو کې به د افغانستان د سولې د بهیر او نورو لومړیتوبونو څخه ملاتړ وکړي. قزاقستان همداراز د شنګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د دایمي غړیتوب خپل ملاتړ ډاګه کړ. قزاقستاني لوري د ترهګرو لخوا د پیل شوي رواني جګړې پر څرنګوالي بحث وکړ او زیاته یې کړه چې قزاقستان د تروریستانو د رواني جګړې د مخنیوي موخه اغیزمنې برنامې تر لاسه لاندې لري او حاضر دی، چې خپلې تجربې له افغان دولت سره شریکې کړي.
قزاقستان په دې لټه کې دی، چې افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو په موخه په اقتصادي دهلیز بدل شي په دې برخه کې یې د افغانستان د حکومت همکاري مهمه بولي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په خپلو خبرو کې له قزاقستاني سیال څخه د تود هرکلي او همیشنیو همکاري له امله مننه وکړه. ښاغلي اتمر وویل، چې د افغان پلاوي د خبرو اصلي محور سوله او امنیت دی، چې د دې دواړو په ټینګښت کې اقتصادي همکارۍ مهم رول لري.
اتمر وویل چې د افغانستان او قزاقستان د ولسمشرانو ترمنځ د همکاریو د دوام په برخه کې د نظر یوالي موجود دی او د دوه اړخیزو همکاریو د لیوالتیا په موخه یې د برنامو پر ایجاد او پراختیا ټینګار وکړ.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل، چې ترهګریزې ډلې په سیمه کې د نشه یی توګو د قاچاق له امله پیسې په لاس راوړي او وروسته د خپلو ترهګریزو هدفونو په موخه په همدې پیسو وسلې او مهمات اخلي. ښاغلي اتمر په سیمه کې د نشه توکو د قاچا پر مخنیو ټینګار وکړ.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په قزاقستان کې د نړیوال سوداګریز نندارتون جوړیدل د سیمې د اقتصادي ودې او سوداګریز نیږدیوالي په موخه د پام وړ فرصت و باله او افغان سوداګرو ته یې په دې نندارتون کې د ونډې ورکولو له امله قدرداني وکړه.
دملي امنیت سلاکار وویل چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي لومړیتوبونو د تشخیص او پرمختګ په موخه دا ډول غونډې د پام وړ رول لري او زیاته یې کړه، چې د افغانستان حکومت به د سولې او ثبات په موخه سیمه ییزو او نړیوالو مذاکراتو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته