کابل باخترلړم د مياشتې ٢٨ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن د افغانستان د ښکلو ليکوونکو ټولنې له مشرتابه هيئت سره په کتنه کې د دوى غوښتنې واوريدې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د افغانستان د ښکلو ليکوونکو د ټولنې مشرتابه هيئت خپلې غوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره طرحه کړې او د دغې ټولنې د ثبت او راجستر په برخه کې د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز دوى د دغې ټولنې د فعاليتونو په باب معلومات ورکړل او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه يې وغوښتل چې د خطاطۍ او خوش نويسۍ د آثارو د نندارتون د جوړولو په برخه کې چې د مولودشريف په درناوي به په کابل کې جوړ شي؛ مرسته وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دې ترڅنګ چې د ښکلو ليکوونکو ټولنې د کارونو قدرداني وکړه، هغوى ته يې ډاډ ورکړ چې دغه وزارت به د ټولنې د ثبت او راجستر او د نندارتون د جوړولو په برخوکې د زمينې د برابرولو په لاره کې له هيڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونکړي.
پاى ؛ج ذ
2 1 دقیقه لوستل