-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
٦ ډار اچوونکي په کونړکې د بهرنيو ځواکونود بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د دوى په پټنځي بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دريمې لوا د رسنيو دفترد يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې هوايي بريد کې ٦ ډار اچوونکي ووژل شول.
د رارسيدلوخبرونوله مخې؛ دغه يرغلګر په خپل پتڼځي کې راټول شوي و، چې نوي ډار اچوونکي برېدونه طرحه کړي.
پوځي مقامات وايي وژل شوي ډار اچوونکي د طالبانو د ډلې غړي دي. خو وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ