ورزش

ددولس کلنو ځوانانودفوټبال ملي ټيم خپلوسيالانوته ماتې ورکړه

کابل باختر دزمري اتلسمه:
دهيوادددولس کلنو ځوانانودفوټبال ملي ټيم نن سهاردبنګله ديش او دجنوبي کوريا ټيمونوته ماتې ورکړه .
دفوټبال فدراسيون دخپرونو مسوول علي کاظمي دباختر آژانس خبريال ته وويل :ددولس کلنوځوانانودفوټبال ملي ټيم ورزشکارانوچې په کوريا کې په ورزشي لوبوبوخت دي وکولاى شول چې دصفرپه وړاندې په يوې سره دبنګله ديش ټيم ته ماتې ورکړي اوپه جنوبي کوريا د صفرپه وړاندې په څلوروسره بريالى شي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې: ددغوسياليوپه پيل کې پرون دکورياپرټيم دصفرپه وړاندې په يوې سره بريالى شو .
خودتيمورشرقي ټيم لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله .
په دغوسياليوکې له آسيايي هيوادونو څخه شپاړلس ټيمونه ګډون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته