نړۍ

په کرمه ايجنسۍ کې دچاودنې له امله دپاکستان دوه تنه سرحدي مليشې ووژلې شوې .

کرمه اجنسي  باختر د چنګاښ شلمه :
دکرمې ايجنسۍ په قبايلي  سيمه کې دپرونۍ چاودنې له امله دپاکستان دوه تنه سرحدي ځواکونه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
باختراژانس دپاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ. دغه چاودنه په يوه امنيتي پوسته کې وشوه چې له امله يې   دوه تنه سرحدي  ساتونکي ووژل شول او مسووليت يې دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه واخست .
کرمې  اجينسۍ  دپاړه چنار  په ګڼ ميشته  سيمه کې تيره مياشت دپرله پسې  چاودنو له امله څه ناڅه اووه څلويښت تنه ووژل شول او ٢٠٠ تنه نور ټپيان شول .
پاړه چنار  له پنځوسو زرو تنو وګړو سره تر سختو امنيتي تدبيرونو لاندې دى او داردو پرسونل او حکومتي پوځي مليشو ښار ته په ټولو غځيدلو تګلورو کې دخلکو او دليږدونکو وسايطو لپاره چې ښار ته ځي دپلټنې پوستې جوړې کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته