سیاست

اجرائیه رئیس: هېڅ دولتي او غیر دولتي اداره حق نه لري، چې له ملي او انساني مسوولیت مخ وګرځوي

کابل باختر دليندى ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د معلولیت لرونکيو وګړو په نړیواله ورځ کې برخه واخیسته او ډاډ یې ورکړ، چې حکومت به د معلولیت لرونکیو وګړو ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي کوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، له نیکه مرغه چې اوس د معلولیت لرونکیو وګړو لپاره خپله معلولینو فرصتونه رامنځته کړي، هغوی د دې اصل په منلو سره، چې د نورو انسانانو په څېر کولای شي هڅې وکړي، کوښښونه کوي او نن د دوی له لوري ټولو افغانانو ته ښه فرصتونه برابر شوي دي.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
اجرائيه رئيس وویل، سره له دې چې، روانو شرایطو او جګړې د افغانستان شرایط خاص کړي؛ خو بیا د ملي یووالي حکومت په ملګرو ملتونو کې د تېر کال تلپاتې پراختیا ته د رسېدو لپاره ټاکل شویو موخو د پوره کېدو هڅې په جدیت سره پیل کړي دي.
د اجرائيه رئيس په وینا، معلولیت لرونکیو وګړو ته د روغتیا، پوهنې او نورو اړینو خدماتو برابرول یې د مسوولیتونو یوه برخه ده؛ خو دا د ټولو افغانانو ملي، اسلامي او انساني مسولیت دی، چې د معلولیت لرونکیو وګړو د ژوند د هر اړخ د اسانتيا لپاره د هڅو او هاند فردي مسوولیت وګڼي.
هغه په ملګرو ملتونو کې د تلپاتې پراختیا د موخو ټاکلو ته په اشارې وویل: دا یو ښه فرصت دی، چې موږ وکولای شو خپل ملي اهداف په سترو انساني او بشري موخو کې را ونغاړو او له هغه فرصت نه استفاده وکړو، چې نړۍ ورته پاملرنه کوي.
د اجرائيه رئيس په وینا: باید معلولیت لرونکي وګړي کم ونه ګڼل شي او یا ورسره تبعیض ونه شي، ځکه د انسان لوړوالى د پرهېزګارۍ، تقوا او ایماندارۍ له مخې دى. هغه له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې په ټولنه کې له معلولیت لرونکیو وګړو سره انساني او اسلامي چلند ترسره او درنښت ورته وکړي.
اجرائیه رئیس هغه تمې ناسمې وبللې، چې ټولې ستونزې د کار او ټولنیزو چارو وزارت حل کړي؛ خو ژمنه یې وکړه، چې د ملي یووالي حکومت به د حکومت د رهبرۍ په کچه د معلولیت لرونکیو وګړو د ستونزو د حل لپاره اقدامات کوي.
هغه وویل: پخوا ادارو عادت کړی و، چې هر ډول مسوولیت نه به یې مخ اړاوه. خو اوس دې وضعیت بدلون کړی او باید ډېر بدلون وکړي. هېڅ دولتي اداره، غیر دولتي موسسې او مدني ټولنې حق نه لري، چې له ملي او انساني مسوولیت نه مخ وګرځوي.
اجرائیه رئيس له ټولو اړوندو ادارو وغوښتل، چې د ملګرو ملتونو له لوري تر 2030 کاله پورې ټاکلې شوې موخې په جدي او تعقیبي ډول مخ ته یوسي، څو په ټاکل شوي مهال افغانستان یادو موخو ته ورسېږي. هغه په دې برخه کې د معلولیت لرونکیو وګړو او ټولو افغانانو همکاري اړینه وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته