امنیت

دپخواني خبر جزئيات: په نورستان کې دشلو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دوږي شلمه :
  ٢٠ تنه وسله  وال طالبان تيره شپه دنورستان ولايت په برګ مټال  ولسوالۍ کې ووژل شول
دبرګمتال ولسوالۍ سرپرست  شاه ولي نورستاني باختراژانس ته وويل چې دڅو تنو پاکستانيانو په ګډون سلګونو تنو ډار اچوونکو دنورستان ولايت دبرکمټال  ولسوالۍ په امنيتي  کمربند بريد وکړ چې دافغان پوځيانو له خوا يې له ځمکې او هوا څخه تر بريدونولاندې ونيول شول چې له امله يې ٢٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپه لسګونو تنه نور ټپيان شول او ددښمن نور افرادله ساحې څخه وتښتيدل .
ديادونې وړ ده چې  دوه ورځې مخکې هم ٨٥ تنه ډار اچوونکي دنورستان  ولايت په برګمټال  ولسوالۍ کې  دهوايي  پوځ په بريد کې وژل شوي و .
ده زياته کړه چې په دې بريد کې يو افغان پوځي  شهيد او څلور تنه نور ټپيان شول .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته