ټولنه

دملي پيوستون ٢٧ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٠ :
اووه ويشت ټولګټې  پروژې دبادغيس ولايت په قادس  او مقر ولسواليو  او ددغه ولايت  په مرکز قلعه نو ښارکې  ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : په دغو پروژو کې  دکليوالي سړکونو ترميمول او پراختيا ، دفرعي کوڅو پخول  او کريړ اچول ، دمحافظوي ديوالونو  جوړول او د کانالونو پاکول شته  چې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه  دڅه دپاسه يوولسو مليونو افغانيو په لګښت  دبادغيس ولايت  په  دريو ولسواليو کې  ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې اوددغو پروژو له ښيګڼو څخه  ٣٨٧٥ کورنۍ ګټه اخلي .
دهېواد په لويديځ کې دملي پيوستون پروګرام داړيکو دمسوول دڅرګندونوله مخې ؛ دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دساتنې اوڅارنې پروژه  په بادغيس ولايت کې  ٢٣٦کلي ترپوښښ لاندې نيولي دي او تراوسه پورې يې په بيلابيلو برخو کې ٤٧ پروژې ترميمې  کړي دي .
ده زياته کړه  چې ددغو پروژو تطبييق داقليمي شرايطو ، امنيتي حالاتو او دوزګارتيا دکچې له په پام کې نيولو سره   عملي شوي دي او ددغو پروژو  اصلي هدف  بيوزلو خلکو ته  دلنډمهالو کارونو دفرصتونو برابرول دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته