کابل/ د غبرګولي ۵مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له خپل امریکایي سیال جک سلیوان سره ټلیفوني خبرې وکړې.
دواړو لوریو د تروریزم د مخنیوي او امنیت په برخه کې د همکاریو پر دوام بحث وکړ.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار سلیوان له افغانستان سره د پراختیايي مرستو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د سولې په پروسه کې د خپل هېواد پر همکاريو ټینګار وکړ.