ټولنه

په انتخاباتوکې د ځوانانو د زيات مشارکت غوښتنه وشوه

کابلباختردتلې دمياشتې ٢٣نيټه :
د افغانستان د ځوانانو د ټولنيزو مدني بنسټونو د همغږۍ د مرکز رئيس وايي چې د آزادو،  شفافو ، عادلانه او قانونمندو انتخاباتو ترسره کول د سياسي مشروع مشارکت بنسټيز ارزښت دى چې کولاى شي ټولنيز ځواک ټينګ کړي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د دغه مرکز رئيس عبدالودود افغان چې نن يې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې څرګنده کړه چې انتخابات د ګډو بشري ارزښتونو د رسمي تصميم نيولو په خاطر يو ارزښت دى چې هره فرهنګي ټولنه په تاريخي دوروکې د حکمونو او افکارو په تطبيقولو سربيره د حکومت په جوړولو او اداره کې له هغه څخه کار اخلي .
ده څرګنده کړه: د نړۍ په انتخاباتوکې د غوره افرادو انتخاب د سياست او دموکراسۍ په برخه کې زيات ارزښت لري او د رايې ورکول چې يو قانوني حق دى، کولاى شي  د سياست او دموکراسۍ لاره پراخه کړي چې له دې لاره کېداى شي د خلکو مشروع مشارکت ترسره شي او موږ له مدني ټولنې او خلکو څخه غوښتنه کوو چې د انتخاباتو په وړاندې چې يو ملي بهير دى، خپل مکلفيت ترسره کړي. هرچېر ته چې مدني ټولنه  او ولسواکي رول ولري، هلته حالت او واکمني د خلکو په خوښه ده.
ده زياته کړه: په هغو کتنو او خبرو اتروکې چې د ولسي جرګې له کانديدانو سره مو درلودې، يو لړ ستونزې او چلنجونو شتون درلود. د هغې سروې له مخې چې موږ ترسره کړه، ښيي چې زموږ د هېواد لس ميليونه تنه وګړي ځوان نسل جوړوي، په داسې حال کې چې د ولسي جرګې زياتره نوماندان هغه کسان دي چې له ٤٥کلنى څخه تر ٦٥ کلنى پورې عمر لري .
ده له راتلوونکو وکيلانو څخه وغوښتل چې په بېلابيلو برخوکې د ځوانانو غوښتنو ته پاملرنه وکړي.
پاى ج ذ 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته