ټولنه

په ښرنه کې د یوه پارک د رغولو چارې پیل شوې

ښرنه باختر د چنګاښ ۳۱ مه
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې  ښار کې د شپږ مېلیونو افغانیو په لګښت د یوه پارک د رغولو چارې  پیل شوې.
د پکتیکا د والي مرستیال انجنیر شېربادشاه ارګوني د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل : که څه هم د مرکز ښرنې تفریحي پارک پخوا جوړ شوی خو په وینا یې په ډېرو برخو کې ستونزې لري چې په بیا ترمیم سره به یې یادې ستونزې اوارې شي.
په همدې حال کې د پکتیکا ښاروال انجینر عبدالکریم کټوازی وایي چې دغه پارک د جمهوري ریاست له لوري د شپږ میلیونو افغانیو د ځانګړې شوې بودجې په مټ سره رغول کېږي. 
بل لورته پکتیکا وال د دغه پارک په اساسي جوړېدو خوښي څرګنده وي او وایي چې په ښرنه کې نور پارکونه نه شته او دا به د دوی لپاره د تفریح ترټول ښه ځای وي.
د یادونې وړ ده چې  دا به  په ښرنه  کې  لومړنی معیاري پارک وي چې  په  جوړېدو سره به یې د خلکو ډېرې  اړتیاوې پوره شي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته