ورزش

د پامير او د فروزي ټيمونه لوبه کوي

کابل –باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
دکابل دفوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن په يوې لوبې سره دوام مومي.
د کابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دې سيالۍ کې پامير او د فروزي ټيمونه لوبه کوي.
دغه سيالۍ دکابل دفوټبال دغوره ليګ دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي.
ديوبل خبرله مخې: دکابل ښار د فوټبال د الف ګروپونو سياليو د پنجشير د ځوانانو د ټيم په اتلوالى پاى ته ورسيدې.
باختر آژانس ته د کابل د فوټبال فدراسيون د مرستيال عبدالبصير قيومي دڅرګندونو له مخې: د دغو سياليو په وروستى پړاوکې د پنجشير د ځوانانو او د امرخيل ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه د دوو په وړاندې په دريو سره د پنجشير د ځوانانو ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او د دغو سياليو اتل شو.
دغه راز د امرخيلو ټيم دويم مقام وګاټه او دواړو ټيمونو د کابل دفوټبال د غوره ليګ امتياز ترلاسه کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته