کابل باختر دتلې دريمه :
دوه تنه ملکي وګړي په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دغه ملکي کسان نن سهار ددغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښار په جنوب کې دښخ کړي شوي ماين قرباني شول .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يو قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول .
ده وويل ماين په واټ کې ښخ کړى شوى و او دملکي وګړو د تيريدو په وخت کې وچول شو .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ