ښوونه او روزنه

په بلخ کې دنويو ښوونکو دجذب پروګرام پيل شو

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

په بلخ ولايت کې   په ښوونځيو کې دنويو ښوونکو دجذب بهيرنن پيل شو .

په همدې مقصد دوه زره سل تنه نجونې او هلکان  چې  دليسانس  په سويه اودڅوارلسمو ټولګيو فارغان دي په مزارشريف ښارکې په رقابتي ازمونيه کې گډون  وکړ.

دبلخ ولايت دپوهنې رييس قيس مهرآيين  دباختراژانس خبريال  ته وويل، ازموينه دپوهنې وزارت دهيئت ترنظر لاندې پيل شوې ده او ټاکل شوې ده ددغې ازموينې څلور تنه برخه وال چې لوړې نمرې ترلاسه کړي  ددغه ولايت په ښوونځيو کې دمسلکي ښوونکوپه توګه جذب شي ،.

دبلخ ولايت  دپوهنې رييس وويل ، ددغه پروګرام په عملي کيدوسره زده کوونکو ته په لوست ورکولو کې له کمي اوکيفي پلوه دپوهنې دبرخې ستونزې لري کيږي .

همدا اوس په بلخ ولايت کې  پنځه سوه ديرش زره تنه نجونې او هلکان په پنځه سوه ديرشو لومړنيو اومنځنيو ښوونځو اوليسو کې زده کړه کوي چې دلوست چاري يې  دنږدي يوولسو زرو تنو ښوونکوله خوا پرمخ بيول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته