امنیت

په کابل ښارکې د دوو تروريستي پيښو مخه ونيول شوه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې په کابل ښارکې د دوو تروريستي پيښو مخه ونيول شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزى وايي چې دوه ښخ کړي شوي ماينونه چې واټ ته څېرمه ځاى پرځاى شوي و؛ د بګراميو د نساجي فابريکې په ساحه کې ترلاسه شول .
يو ماين چې د ليږدونې وړنه و؛ په بشپړ مصوونيت سره په سيمه کې وچول شو.
دغه دوه ماينونه په داسې حال کې د پوليسو لاسته ورغلي دي چې په وروستيو ورځو کې په کابل کې څو ليږدونکې واسطې واټ ته څېرمه دماينونو له چاودنو سره مخامخې شوې. ښايي دغه ماينونه هم په همدې مقصد ځاى پرځاى شوي و.
په داسې حال کې چې په کابل ښارکې د دوو تروريستي توطيو د شنډولو خبره ده؛ په ميرويس ميدان کې د ګازو د ډبې چاودنې د سيمې خلک وارخطا کړل آن د څو دوکانونو د تړلو سبب شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته