ټولنه

د ټاکنيزو مرکزونو د ارزونې په موخه غونډه وشوه

_لښکر ګاه باختر د وږي د مياشتې ۱۹ مه
د هلمند والي حيات الله حيات او د نظامي شورا غړو د ټاکنو د کمېسيون له ځايي مشر سره د ټاکنيزو مرکزنو د ارزونې موخه ناسته وکړه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه پر ځای شوې وه، د هلمند د ټاکنو ځای مشر وويل، چې د يوه ګډ ټاکل شوي پلاوي له لوري د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې ټاکنيز مرکزونه ارزول شوي دي.
د هلمند والي حيات الله حیات ټينګار وکړ، چې په ټولو ولسواليو کې دې ټاکنيز مرکزونه په سمه توګه و ارزول شي او په هغو سيمو کې چې ګڼ ميشتي وي، نوي مرکزونه دې ورته وړانديز شي،څو ټول وګړي خپله رايه وکاروي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په ټولو هغو سيمو کې چې د خلکو غوښتنه د نويو مرکزونو په اړه وي، او ياهم اوسني مرکزونه پکې بسنه نه کوي د هغو لپاره دې د نويو ټاکنيزو مرکزونو رامنځته کېدو وړانديز د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وشي.
په دغه غونډه کې د ټاکنو د ترسره کېدو په موخه امنيتي مسايل هم تر بحث لاندې ونيول شول او وويل شول، چې په دې اړوند اړین امنيتي تدابير تر لاس لاندې دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته