سیاست

ډاکتر زلمي رسول هيلري کلنتن ته پيغام ليږلى دى

کابل – باختر دمرغومې څلورمه :
دافغانستان دبهرنيو چارو دوزير ډاکتر زلمي رسول له خوا دهيلري کلنتن په نامه ددې دبيا روغتيا په خاطر يو پيغام ليږل شوى دى.
په پيغام کې ويل شوى دى د ډيرې خوشالى ځاى دى چې تاسو له يوې اوږدې ناروغى وروسته بيا روغتيا ترلاسه کړې ده.
دسولې دټينګښت ،سوکالى او دموکراسي په لاره کې ستاسو نه ستړي کيدونکى هلې ځلې او ژورې ژمنې تل موږ ته دالهام منبع ده،زه،زموږ دګډو هدفونو په ترلاسه کولو کې چې هماغه يو سوکاله او مترقي افغانستان دى،  ستاسو او دامريکا دمتحده ايالاتو دژمنو له امله مننه کوم.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته