اقتصاد

دوزيرانو شورا دپريکړې هرکلى وشو

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
دنفتي توکو  او اوبلن ګازو  د شرکتونو سراسري اتحاديې نن د بي کيفيته تيلو دواردولو دبندولو په باب دوزيرانو شورا دکب  دمياشتې دپنځمې نيټې دپريکړې هرکلى  وکړ.
دباخترآ ژانس  دخبريال دخبرله مخې : 
د نفتي توکو او اوبلن ګازو  دشرکتونو   د سراسري اتحاديې  د عامل هيت رييس آذرخش  حافظي په يوه خبري  غونډه  کې  وويل دغې اتحاديې  د  باکيفيته   نفتي  توکو او اوبلن  ګازو دواردونکو شرکتونو دفعاليتونو په باب مشخص پيشنهادونه د سوداګرۍ  او صنايعو  وزارت ته   طرحه کړل چې د دغه   وزارت له خوا د وزيرانو شورا ته وړاندې شي.
دنفتي توکو او اوبلن ګازو دشرکتونو دسراسري اتحاديې دعامل هيت رييس زياته کړه  دبي کيفيته  نفتي توکو  دواردولو  دمخنيوي  په لاره کې  دمشخص ميکانيزم  طرحه  اوتطبيق اودبي کيفيته  نفتي محصولاتو منع کول تصويب   کړل او موږ دوزيرانو شورا ددغې پريکړې هرکلى کوو او دبي کيفيته نفتي توکو دواردولو دبندولو په لاره کې  دوزيرانو شورا پريکړه  يو اغيزمن ګام  بولو
حافظي  زياته کړه  همدا اوس دنفتي توکو او اوبلن ګازو  ١٠٨ شرکتونه دڅه دپاسه  ٣٧٥٠ مليونو ډالرو په پانګې ددغې اتحاديې غړيتوب لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته