امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې د ۳۴ ترهګرو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د سلواغې د میاشتې ٥مه
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو۲۴ساعتونوکې۱۳ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۹۶ځانګړي کوماندویي دندې او ۹هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړل او  د افغانستان هوایي ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۱۳۳ الوتنې ترسره کړې چې په پایله کې ۳۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲تنه  ټپیان او یو تن نیول شوی دی .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د کونړ، کاپیسا، پکتیا، میدان وردګو، کندهار، ارزګان، هرات، بادغیس، غور فراه، بلخ  او د هلمند  ولایتونو په مربوطاتو کې تر سره سره شول.
دغه راز د دغو عملياتو په بهير کې د دښمن د وسلو او مهماتو څلور ډیپوګانې، پنځه پټنځایونه، یو موټر سایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د هرات ولایت د پشتون زرغون او اوبې په ولسوالیوکې د کریم آباد، بوریاباف او زمان آباد سیمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوې دي.#
پاى – ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته