کابل / د غبرګولي ۲٧ مه/ باختر
وسله والو طالبانو پرون د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې له ماتې سره مخ شول.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند شايق شورش وويل چې په دغه بريد کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور يې ټپيان شول.
هغه دغه راز وويل چې په نښته کې دوه پوليسان شهيدان او د سيمې څلور اوسېدونکي ټپيان شول.
پاى ذ