سیاست

دمبارکۍ پيغام

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي په نامه د ١٣٩١هجري لمريزکال له امله دتاجکستان  جمهوريت دجمهوررييس امام علي رحمان له خوا  کابل ته دمبارکۍ پيغام رارسيدلى دى.

په پيغام کيې ويل شوي دي  ماته دسرلوړي ځاى دى چې تاسو او دافغانستان وروڼو خلکو ته د نوروز دلرغوني جشن  اودنوى هجري  لمريز کال له امله مبارکي ووايم او دنوروز دښو هيلو دعملي کيدو هيله  وکړم.

 نوروز  چې زموږ لرغوني گډ دود دى  نن دنړيوال جشن عالي مقام ته ورسيد او په معاصره نړۍ کې  خپله فرهنګي حوزه کال په کال پراخوي  .ډاډ لرم چې دنيکمرغه نوروز په رارسيدوسره  زموږ ددوستو او وروڼو هيوادونو ګټوري همکارۍ  نوى رغنده مضمون او محتوا پيدا کړي  موږ به دودې اوپراختيا دنويو پروګرامونو په اجراکولو لاس پورې کړو.،

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته