روغتیا

دعامې روغتيا وزارت سرپرست د پوليو د له منځه وړلو په اړه د اړوندو ادارو له استازو سره خبرې وکړې

٢٧- کابل/د سلواغې ١٤مه /باختر
دعامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر وحيد مجروح د يوناما دفترله سرپرست ډاکتررامزاو په افغانستان کې د يونيسف ادارې او د نړۍ د روغتيايي سازمان له تخنيکي استازو سره په افغانستان کې د پوليو د له منځه وړلو لپاره د مالي منابعو د سمې استفادې او د يومشخص چوکاټ د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز ډاکتر مجروح د افغانستان خلکوته د کرونا ويروس د واکسين د برابرولو په اړه له دغو استازو سره خبرې وکړې او د نړۍ له روغتيايي سازمان څخه وغوښتل د هغه مهال ويش په اړه چې پخوا په دې باب جوړ شوى دى څرګندونې وکړې .
دغو استازو د طرحه شويو مواردو په اړه خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل او د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه سره يې د زياتو همکاريوژمنه وکړه .
ختم-ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته