سیاست

امريکا له افغا نستان او سيمې څخه نه وځي

کابلباختر دجوزا١٩
د جنوبي او مرکزي آسيا لپاره د امريکا دبهرنيو چارو و زارت مرستيال ويلي دي چې امريکا به ، افغا نستان او سيمه يواځې پرې نږدي.
دا په داسې حال کې ده، داسې انديښنې شته چې ګنې په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو په وتلو سره به دغه هيواديوځل بيا د تيروکلونو په شان د تاوتريخوالي او ناراميو ډګر شي.
له بلې خوا، د سيمې ځينو هيوادونو هم انديښنه څرګنده کړې ده چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به په سيمه کې د نا امنيو لمن پراخه شي.
سره له دې چې د بروکسل په غونډه کې د ناټو د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو له افغانستان سره د اوږدمهال لپاره د ملاتړ په څرګندولو سره په يو ډول نه يوډول دغه انديښنې پاى ته ورسولې، په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرت بلک په واشنګټن کې د اسلام او هيرو ايشيا په کنفرانس کې د وينا په ترڅ کې وويل چې د امريکا متحده ايالات به د سيمې د هيوادونو او دافغانستان د خلکو د انديښنې په ردولو سره له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته له افغانستان او سيمې څخه ونه وځي.
ده وويل: دغه شان انديښنې د يوشمير دلايلو په علت بيځايه دي. لومړى دا چې امريکا له سيمې څخه نه وځي او له افغا نستان سره يې د اوږدمهالو همکاريو سند لاسليک کړى دى.
ده دغه راز وويل چې امريکا او نړيواله ټولنه به له افغانستان سره وي.
په همدې حال کې دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي باختر آژانس ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت مقاماتو په واروار د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړى دى چې له ٢٠١٤کال وروسته هيڅ راز امنيتي انديښنه نشته.
ده وويل چې امنيتي ځواکونه لوړ کاري ظرفيت لري اوپه مستقل ډول د امنيتي دندو ترسره کولو ته چمتو دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته