روغتیا

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزارت مشرتابه او کارکوونکو وينه ورکړه

کابل باختر د ثور  څلورمه :
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزير د دغه وزارت له معينانو، رييسانو او کارکوونکو سره په کابل کې د ورستۍ تروريستي پيښې ټپيانو ته وينه ورکړه.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزير عبدالرزاق وحيدي په داسې حال کې چې وينه يې ورکوله؛ ويې ويل: دغه خوځښت د هغو اتلو امنيتي ځواکونو د قربانيو او د هغو هېوادوالو د ملاتړ په موخه پيل شوى دى چې په وروستۍ  تروريستي پيښه کې ټپيان شوي دي
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزير څرګنده کړه: د دغه وزارت معينان، رييسان او کارکونکي په داوطلبانه ډول وينه ورکړه او دغه خوځښت  ددغه هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د دغه وزارت دکارکوونکو  د ملاتړ څرګندوى دى.
  د وينې د مرکزي بانک رييس عنايت الله هاشمي دباخترآژانس خبريال ته وويل: د دغه بانک اړوندو کارکوونکو د کابل له خونړۍ پيښې وروسته تر اوسه پورې له ١٢٠٠  داوطلبانو څخه وينه راټوله کړې ده .
  ده زياته کړه: د هېواد په ولايتونوکې هم دغه بهير په بې ساري ډول دوام لري او تر اوسه پورې له څلور سوو څخه تر پنځوسووکڅوړو پورې وينه ټپيانو ته ورکړى  شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته