ټولنه

شهيد لومړى ساتنمن عبدالمتين په مډال ووياړل شو

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٤ :
د جمهوري رياست د لومړي معاونيت دمقام د دفتر د رياست په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د مقام په منظورۍ دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د چټک غبرګون د قطعې د افسر شهيد لومړى ساتنمن عبدالمتين د ميړانې او اتلوالۍ په درناوي د (بريال) لومړۍ درجه مډال نن د ده ورور ته وسپارل شو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د شهيد عبدالمتين د جنازې د ښخولو په مراسموکې چې نن له غرمې مخکې د کابل ښار په بهارستان اديره کې پرځاى شول؛ د جمهوري رياست د لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم پيغام د افغانستان د اسلامي غورځنګ د مرکزي شورا د مرستيال مولوي عبدالمنير اوچقون  له خوا ولوستل شو.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په دې مناسبت په خپل پيغام کې د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د شهيد لومړي ساتنمن عبدالمتين کورنۍ او پاتې کسانو ته څرګندکړي او دى يې د افغانستان د ملي پوليسو  زړور او سر ښندونکى ځوان بللى دى چې د تروريزم پرخلاف د مبارزې په  ٢٢٢ قطعه کې يې فعاليت کاوه  او خپل  ژوند يې د خپل هيواد د ترقۍ او پرمختګ په لاره کې له لاسه ورکړ.
په دغو مراسموکې چې دجمهوري  رياست دلومړي معاونيت دمقام ددفتر درياست مرستيال همايون خيري، دجمهوري رياست دلومړي معاونيت دنظامي چارو خاص سلاکار تورنجنرال پيرمحمدخاکسار او په پارلمان کې د فارياب او جوزجان د ولايتونو د خلکو استازو بشيراحمد تهينج  او عنايت الله بابر فرهمند هم برخه لرله؛   د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لومړي مرستيال ١٣زره ډالره مرسته هم د شهيد متين کورنۍ ته وسپارل شوه .
لومړى ساتنمن عبدالمتين په جوزجان ولايت کې د طالبانو د تسليمۍ له پروګرام څخه د ستنيدو په بهيرکې د يوې ترافيکي پيښې له امله شهيد شو.
شهيد عبدالمتين  د پنجشير ولايت د فراج د کلي  اصلي اوسيدونکى و او د دندو د ترسره کولو په بهيرکې يې په زياتو سرښندنو سره په هېوادکې دامنيت او ثبات د تامينولو او له تروريزم سره د مبارزې په کارکې ستر برياليتوبونه د هېواد د ملي پوليسو په برخه کړي و.
دجمهوري رياست دلومړي معاونيت مقام د شهيد عبدالمتين له کورنۍ سره په مادي ملاتړ سربېره ژمنه وکړه چې د شهيد عبدالمتين د بچيانو د ښوونې او روزنې په لاره کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه به ډډه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته