سیاست

جمهورريیس د وزیرمحمداکبرخان جامع جومات د خطیب او یو شمېر لمونځ کوونکود شهادت د ارزونې په موخه پلاوی وټاکه

-کابل / د  غبرګولي ۱۴ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني د یو حکم له لارې د هېواد د ممتاز عالم او د وزیرمحمداکبرخان جامع جومات د خطیب دوکتور محمدایاز نیازي او یو شمېر لمونځ کوونکو د شهادت د دقیقې او هراړخیزې ارزونې په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر عبدالحکیم منیب په مشرۍ شپږ کسیز پلاوی موظف کړ.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا، لوی څارنوالي، د ملي امنیت شورا دفتر، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست باصلاحیته استازي د دغه پلاوي غړیتوب لري.
دجمهوررييس دړياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
د جمهورريیس د حکم په اساس دغه ګومارل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې موضوع په ژوره  توګه وارزوي او خپل اجرات او موندنې ډيرژر د افغانستان داسلامي جمهوریت عالي مقام ته وړاندې کړي. پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته