امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون دغزني ولايت په مربوطاتوکې د ملي اردو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ: دملي اردومنسوبينو دغزني ولايت دګيرو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم دعملياتو د برخه والو لاس ته ورغلې دي .
  ديوبل خبر له مخې: دوه تنه وسله وال مخالفين دپکتيا ولايت په مربوطاتوکې دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دوو تنووسله والو مخالفينوچې غوښتل يې دپکتيا ولايت د زرملى ولسوالۍ په مربوطاتوکې تروريستي بريدونه ترسره کړي؛ د ملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
ددغوعملياتوپه بهيرکې يوه پيکا، دوه سپکې وسلي او يوه اندازه پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
په همدې حال کې د وسايطو ضدڅلور ديرش ماينونه چې په نږدې راتلونکي کې دهيواد د يو شمير ولايتونو په ځينو سيمو کې دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي و؛ د ملي اردو دمنسوبينو دامنيتي ګزمې په وخت کې کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته