امنیت

په پکتياکې امنيتي حالت ښه شوى دى

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢ :
د پکتيا ولايت مقامات په روان کال کې د امنيتي حالت د ښه والي او د دوه زره ټولګټو پروژو د عملي کيدو خبرورکوي، خو خلک وايي چې لا تراوسه پورې هم د وزيرستاني طالبانو په ګډون وسله وال طالبان په ځينو ولسواليوکې فعاليت کوي.
دپکتيا د والي وياند روح الله سمون په هغې غونډه کې چې په ١٣٩٣ کال کې  ددغه ولايت د امنيتي او اقتصادي حالاتو او د برياليتوبونو د څيړنې په خاطر جوړه شوې وه؛ د امنيتي حالت د ښه والي ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د تېرکال په نسبت  امنيتي  حالت ښه شوى دى.
ده زياته کړه چې  د تېرکال په بهيرکې آن يو ښوونځى او يو کلينيک هم د نا امنۍ اويا د طالبانو د ګواښونو په خاطر نه دى تړل شوى.
ده په څو وروستيو مياشتوکې په يو موټرکې دايښودل شويو بمونو د کشف او شنډولوخبرهم ورکړ او ويې ويل چې امنيتي ځواکونه له  جدي ستونزو سره مخامخ  نه دي ځکه خلک هم د امنيت په تامينولو او د وسله والوطالبانو په نيولوکې له امنيتي  ځواکونوسره همکاري کوي .
خو ځيني خلک وايي چې وسله وال طالبان د دغه ولايت په ځينو ولسواليوکې فعاليت کوي .
د سيدکرم ولسوالۍ اوسيدونکي عبدالله وويل چې د ولسوالۍ مرکز د دولت په لاس کې دى  او د وزيرستاني طالبانو په ګډون  وسله وال طالبان  د دغې ولسوالۍ په شاوخوا کليو کې فعال دي.
عبدالله ادعا کوي  چې  وسله وال طالبان  د لجې منګل، زرملې  او د آريوب ځاځي د ولسواليو  په ځينو سيموکې هم فعاليت کوي او د هغو کسانو ژوند په خطرکې  دى چې له دولت سره اړيکې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې  تېره مياشت د زرملې په ولسوالۍ کې لس تنه په مرموز ډول او په ډزو سره ووژل شول او مړي يې د ولسوالۍ روغتون ته ليږدول شوي و.
د دغو کسانو مړي  د ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې ترلاسه شوي دي  چې څلور تنه يې د پکتيا ولايت اوسيدونکي، پنځه تنه خوستيان او يو لوګرى په کې شامل دى  خو دا نه ده مشخصه شوې چې دوى دڅه لپاره او د چا لپاره وژل شوي دي؟
د پکتيا د والي د وياند د څرګندونوله مخې: په دغه ولايت کې  په روان کال کې څه د پاسه دوه زره ټولګټې پروژګې هم عملي شوې دي چې دغه شمېر  د نورو ولايتونو په پرتله زياتوالى ښيي.
ده وويل: د پکتيا ولايت په مرکز او ولسواليوکې په ټولګټو پروژوکې څه دپاسه دوه  زره اته سوه پروژې شاملې دي چې له دې جملې څخه څه د پاسه دوه زره پروژې عملي شوې دي او په نورو پروژوکار دوام لري.
د سمون د څرګندونوله مخې: په دغو پروژوکې دپوهنې، سپورت، روغتيا، سړک، کرنې، ښاروالۍ، بريښنا او د اوبو رسولو  برخې  شاملې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته