سیاستخبرونهTOP

چین په مسکو فارمټ کې د افغانستان د استازو د ګډون او څرګندونو ملاتړ وکړ

کابل / د تلې ۲۸ مه / باختر
چين په مسکو فارمټ کې د افغانستان د استازو د ګډون او څرګندونو ملاتړ وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي چې د افغانستان خلک خپل هېواد بيا ورغوي.
دوی وویل چې چین کولای شي خپله سیمه امن، لا همکاره او باثباته کړي، په وینا یې دوی د اسلامي امارت په مشرۍ له حکومت سره کار کوي.
دوی زیاتوي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي او له افغانستان سره خپلو رغندو اړيکو ته دوام ورکوي.
د هغوی د څرګندونو له مخې؛ وبه کتل شي چې افغانان څنګه خپل راتلونکی په خپله ټاکي، دوی پر نړېوالې ټولنې غږ کړی چې په تېرو دوو میاشتوکې ښه پرمختګونه وهڅوي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته