امنیت

د دايکنډي د امنيه قوماندان د سپرلۍ موټر په ماين وخوت

کابل / د غويي ٢ مه / باختر
د دايکنډي د امنيه قوماندان غلام سخي غفوري د سپرلۍ موټر نن سهار په واټ کې پې يو ښخ  کړاى شوي ماين وخوت چې له امله يې امنيه قوماندان برسېرن ټپي شو.
د پاتو ولسوال سېد اعتمادي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د دايکنډي د امنيه قوماندان جنرال غلام سخي غفوري د سپرلۍ موټر د پاتو ولسوالۍ په تمزان کلي کې پر يو ښخ کړاى شوي ماين وخوت چې په پايله کې د غفوري دوه ساتونکي شهيدان شول او دى برسېرن ټپي شو.
دغه راز د دايکنډي امنيه قوماندان څو شېبې مخکې په يو ويډيويي پيغام کې پېښه تاييد کړه او ويې ويل: موږ د خپل ملت په خاطر دا قرباني منلې او د هېواد د دښمنانو پر وړاندې چې هلې ځلې کوي زموږ د خلکو آرامي ګډوډه کړي؛ مبارزه کوو.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته