ټولنه

په کونړکې د زلزلې له امله ٤٢ تنه ووژل شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٥

په کونړ ولايت کې دپرونۍ زلزلې له امله ٤٢تنه ووژل شول او٧٥ تنه نورټپيان شول.

دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې زلزلې له امله چې پرون له غرمې وروسته وشوه؛ په کونړ ولايت کې ٤٢ تنه ووژل شوي او ٧٥ تنه نور ټپيان شول.

د خبرځاى دڅرګندونو له مخې : په هغې بيړنۍ غونډه کې چې نن په کونړ ولايت کې جوړه شوه؛ پريکړه وشوه چې د هرې ولسوالۍ لپاره دې د اړوندو ارګانونو په ګډون کميسيون جوړ شي چې دغه کميسيونونه د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليوکې د زلزلې له امله د سر اوښتي زيانونه او مالي تاوانونه وڅيړي او رپوټ يې د ولايت مقام ته وړاندې کړي .

د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې د ادارې د رييس دڅرګندونو له مخې: دلومړنيو اطلاعاتو له مخې په دغه ولايت کې د زلزلې د پيښې په قربانيانوکې ښځې، ماشومان او نارينه شامل دي.

ده زياته کړه: په دې پيښه کې د کونړ ولايت په څوکې ولسوالۍ کې ١٤ تنه وژل شوي چې د کونړ ولايت په کچه په څوکې ولسوالۍ کې د سر د زيان شمېر زيات دى.

د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د ترسره شوې سروې له مخې د دغې زلزلې له امله د کونړ ولايت په مرکز او نهو ولسواليوکې د استوګنې په لسګونو کورونه په بشپړه توګه او يا يو څه ويجاړ شوي دي .

د کونړ ولايت د مرکزي روغتون رييس ډاکتر فاروق سهاک د باختر آژانس خبريال ته وويل: تر اوسه پورې ٧٥ تنه ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي چې تر جدي څارنې لاندې دي او د لسو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى .

زلزله ځپلي وايي چې تر اوسه پورې له دوى سره هيڅ راز مرسته نه ده شوې او دوى د سملاسي مرستو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته