ټولنه

له نشه يي توکو سره دمبارزې دکميټې دتخنيکي کميټې په غونډه کې وړانديز وشو

 دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې ملي اوونۍ دې دهېواد په ملي کليزه کې  ځاى کړى شي .
کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
دنشه يي توکو  پرخلاف دمبارزې په چارو کې دکابينې دکميټې په  تخنيکي غونډه کې چې نن له غرمې مخکې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دنړيوالې ورځې دښې  نمانځنې لپاره دتدبيرونو دنيولو په موخه دصدرات دګلخانې په ماڼې کې جوړه شوې وه  وړانديز وشو  چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې ملي اوونۍ دې دهېواد په ملي کليزه کې ځاى کړاى شي .
دباختراژانس دخبر له مخې  په دې غونډه کې چې داړوندو وزارتونو او دادارو دمعينانو اودجمهوري رياست دلومړى معاونيت دمقام ددفتر ديوشمير سلاکارانو په ګډون جوړه شوې وه له نشه يي توکو سره  دمبارزې دنړيوالې ورځې دانکشاف دهېواد په کچه  دملي اوونۍ په توګه او دافغانستان په رسمي کليزه کې هغې ته دځاى ورکولو  په باب خبرې وشوې .
په غونډه کې پريکړه وشوه چې دعامه پوهاوي دپراختيا ، دملي اونړيوالو  ټولنو دگدو هڅو ، دموضوع په وړاندې دافغانستان ددولت دسياسي ژمنې دزياتوالي ، دنشه يي توکو له کرکيلې ، قاچاقو او ترافيکو سره دمبارزې  دپراختيا اودنشه يي توکو دغوښتنې او زيانونو دکمښت د مديريت لپاره دغه اوونۍ دپراخو او هراړخيزو پروګرامونو په ترڅ کې دټولو اړوندوبنسټونو په ګډون په ټول هېواد کې ونمانځله شي .
په دې غونډه کې دجمهوري رياست دلومړي معاونيت  له نشه يي توکوسره دمبارزې ، کورنيوچارو ، عامې روغتيا ، اطلاعاتواو فرهنګ ،  حج او اوقافو ، دښځو دچارو او دکرنې اواوبو لګولو دوزارتونو او دسيمه ئيزو ارګانونو اودمدنې روزنې اوسپورت  دلويو رياستونو داستازو په ترکيب يوه کاري کميټه موظفه شوه چې داړتياو او فرصتونو په پيژندنې سره يو هراړخيز عملياتي پلان  جوړ او په ډير لنډ ممکن وخت کې دې دتطبيق په موخه دغې غونډې ته وړاندې کړي .
کال په کال دجون دمياشتې شپږ ويشتمه له نشه يي توکو سره دمبارزې دنړيوالې ورځې په توګه دنړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځل  کيږي چې له دې وروسته  به دافغانستان دکابينې له تصويب وروسته له نشه يي توکو سره دمبارزې لپاره د پيوستون دملي اوونۍ په توګه دهېواد  په رسمي کليزه کې شامله شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته