اقتصاد

دموکراسي په درد نه خوري، يو کيلوګازپه نوي افغانيو وړاندې کيږي

کابل باختردوږي دمياشتې  ٦  :
دښار په بازارونو کې اوبلن ګار متفاوتې بيې لري  هرپلورونکې په يوه بيه يو  کيلوګاز وړاندې کوي .
دغه موضوع  داوبلن   ګازو مصرفونکي چې زياتره يې ټيټ رتبه  مامورين او له سوپرسکيل پرته معاش لري .
دوى له حکومت څخه غواړي چې په بازار کې دغه ناخوالي  پاى ته ورسوي.
دکابل ښاريو تن اوسيدونکي دباخترآژانس خبريال ته وويل ، په افغانستان کې دديموکراسي  نظام په درد نه خوري ، اړوندې ادارې غوڅ عمل نه کوي  هغوى بايد ګران پلورونکي مجازات کړي.
دغه انديښنې هغه وخت  زياتې شوي چې له څو ورځو را په دې خوا ديو کيلوګازو په بيه کې  زيات  زياتوالى ليدل  کيږي .
اوس دکابل په بازارونو کې يو کيلوګاز په نوي افغانيو وړاندې کيږي،.
دګازو يو پرچون پلورونکي سردارمحمدددغه موضوع بلې څنډې سره اړيکه ونيوله  او ويې ويل چې له  دريو ورځو را په دې خوا دګازو په واردوونکو شرکتونو کې اصلا ګاز نشته او دغه شرکتونه تړلي دي.
ده وويل :  دګازو واردونکي زياته ګټه غواړي او دغه موضوع ددې سبب شوې  دي  چې خلک له دغې ستونزې سره مخامخ شي  .
په همدې  حال کې  دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت داوبلن  ګازو تصدي رييس فريدالله شيرزي وايي دانتخاباتو دبهير اوږديدل  په هره برخه کې دخلکو په ژوند اغيزه کړې ده.،
ده وويل : دانتخاباتو موضوع ددې سبب شوچې خصوصي برخه کاز لږ وارد کړي.  دا په داسې  حال کې ده  چې  څو  ورځې مخکې دګازو  واردونکو دسوداګرۍ اوصنايعو دوزير په وړاندې  موافقه وکړه چې يو کيلواوبلن ګار له ٥٥ افغانيو څخه تر شپيتو افغانيو پورې وړاندې کوي.
دى وايي  کابل ښاريان هم نه غواړي  چې له مسوولينو سره همکاري وکړي   که چيرې هغوى له هغو ټيلفونونوسره چې دشکايتونو لپاره مشخصې شوي دي اړيکه ونيسي  دغه ستونزه دلته نه رسيده.
ده وويل : چې دشنبې په ورځ  دلويې څاروالۍ دامنيتي ارګانونو، دسوداګرۍ اوصنايعودخونو اود واردونکو شرکتونو ګډ هيئت بازار په جدي توګه کنترولوي.
د اوبلن ګازو اوتيلو دواردوونکو شرکتونو دسراسري اتحاديې رييس آذرخش حافظي  وايي واردونکي سوداګر په راتلوونکي  دباور نه دلرلو په خاطر  يوازې دلسو ورځو لپاره اوبلن ګاز اوتيل واردوي که چيرې دانتخاباتو ستونزه حل نه شي خلک به ډير وځوريږي.
نتيجه دا ده چې دخلکو ټولې بدبختي  په انتخاباتو او ددواړو نوماندانو په اوتو بوتو  کې جرړې لري هغه نوماندانو  چې خلکو ورته رايه ورکړې ده  چې لږترلږه  ژونديې آرامه شي  خوله بده مرغه  دانتخابات و چې ددولت  خزانه يې تشه کړه  او  دا دانتخاباتو نتيجه وه چې خلک  ځوريږي اوهر څه له پخوا څخه په لوړه بيه پيري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته